د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه پر پوهې او نوښت ولاړه اداره ده، چې د وخت له اړتیاوو او ستونزمنو حالتونو سره ځان برابروي. تداوم او انعطاف پذیري د دغه ادارې پېژدونکې یا بېلوونکې ځانګړنې دي.
کار کوونکي
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه ټولو ته یو ډول کاري فرصتونه برابروي چې په انساني سرچینو کې د تنوع د پیاوړتیا لامل ګرځي. کارکوونکي د خپلو دندو او مسؤولیتونو په اړه ډېر ښه پوهېږي او د ادارې اخلاقي لارښودونو، اصولو او ارزښتونو ته ژمن دي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د کارکوونکو د وړتیاوو لوړولو له لارې د خپلو پروژو او مرستندویه خدمتونو کیفیت لا ښه کوي. د وړتیا لوړولو په پروسه کې د تلپاتې زدکړو فرصتونه شاملېږي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه هڅه کوي چې له ستونزو په ډک چاپېریال کې د اوسېدو او کار پرمهال د خپلو ټولو کارکوونکو، کار زده کوونکو او رضاکارانو بدني او رواني روغتیا ساتنې په موخه له دوی سره هر ډول مرسته وکړي او اړونده احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.
رهبري او اداره
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د رهبري پلاوی د ادارې د ستراتيژیکو چارو او د اخلاقي لارښودونو، ارزښتونو او اصولو په رڼا کې د ادارې د کړنلارو د ترتیبولو مسؤولیت لري. د رهبري پلاوی او لوړ¬پوړي مدیران مالي چارې کنټرولوي، چې د فساد پر وړاندې اقدامات، د چاپېریال، روغتیا ساتنې او خوندیتوب چارې په کې شاملېږي.
غړي
غړي د کلنۍ ناستې له لارې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې تر ټولو ډېر صلاحیت لرونکې یا پرېکړې¬کوونکې مرجع ټاکي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې غړیتوب د افغانستان سره د لېوالتیا څرګندولو، اړیکو او پیوستون ښه فرصت دی.
رضاکاران
رضاکاران له افغانستان سره د ډېرې لېوالتیا او زمونږ د کاري برخې د اړونده تخصص او تجربې په لرلو سره د افعاستان لپاره د ناروې کمېټې کارونه او فعالیتونه لا ګټوروي او ورته ځانګړی ارزښت وربښي. یادې کمېټې ته د خپلو سرچینو څخه ډېرې انساني او مالي سرچینې په واک کې ورکوي.