د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د خپلو غړو د پیوستون پر اساس ولاړه ده او د افغانتستان په لېرې پرتو کلیوالي سیمو کې اوږدمهاله پرمختیايي کارونه کوي. د یادې کمېټې له خلکو سره پیوستون او خواخوږي د برابرۍ د ارزښتونو، ټول¬ګډونتیا، ملګرتیا او درناوي ښودنه کوي. یاده کمېټه د هر حکومت د واک پرمهال او پرته له دې چې واک د چا سره دی؛ د افغانستان خلکو ته د کار کولو او مرستې رسولو په برخه کې ژمنه ده.
یاده کمېټه په خپلو چارو کې رضاکارانه کار ته د غړیو او خلکو د ښکیلولو له لارې وده او پراختیا ورکوي.
خپلواکي
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې کار او فعالیتونه باید په هېڅ صورت د سیاسي، مذهبي کسانو او سوداګرو د ګټې په موخه د دوی پر حکم او دستور ترسره نه¬شي.
روڼتيا
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د فساد په برخه کې هېڅ زغم نه لري او په کلکه یې پر وړاندې مبارزه کوي. د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د دې سازمان د ټولو پروګرامونو او فعالیتونو یوه مهمه برخه ده.
ځواب¬وینه
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه خپلو ټولو غړو، بسپنه ورکوونکو، د پروژې شریکانو او خلکو ته حساب¬ورکوونکې او ځواب¬ویونکې ده. یاده کمېټه د خلکو معلوماتو ته لاسرسی او روڼتیا تضمینوي. د خپلو پروګرامونو د پلان کولو، څارولو او ارزولو په پروسو کې د خلکو پراخ او فعال ګډون باوري کوي.
د بشري حقونو او نړیوالو پراختیایي پروګرامونو له کړنلارو او اجنډا سره سمون
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ټول پروګرامونه، پروژې او فعالیتونه د ملګرو ملتونو د پایښت لرونکو پرمختیایي موخو، د ملګرو ملتونو د کنوانسیونونو او پریکړه لیکونو، او د افغانستان د ملی ستراتیژیو او پلانونو سره سمون لري او له دوی سره په همغږۍ پلي کېږي.
د هېواد په پرمختیا کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ونډه
د هېواد په پرمختیا کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ونډه
په افغانستان کې د پرمختګ په وړاندې د شته ستونزو باوجود؛ یاده کمېټه په افغانستان کې له مثبتو او د خلکو په ګټه بدلونونو سره مرسته کوي. په لېرې پرتو کلیوالي سیمو کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې باور، د ټولنیزو جوړښتونو او شالیدونو څخه ژور درک او پوهې، ستونزو او ننګوونو ته پر وخت ځواب¬وینې او د رسېدو وړتیا یادې کمېټې ته د خلکو، مدني ټولنې، حکومت او نړیوالې پرمختیا شریکانو سره د ګد کار کولو په برخه کې د یوه فعال او وړ شریک نوم ګتلی دی.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه یو اداري کلتور لري چې د ناامنه، له شخړو د اغېزمن او کمزوري چاپېریال سره سم دی. یاد اداري کلتور په بشري سرچینو کې د جنډر او توکمیز تنوع تضمیوي او د اداري چارو د ترسره کولو پرمهال د هغو خلکو ارزښتونو پلي کېدو ته وده ورکوي، چې یاده کمېټه ورسره په ګډه کار کوي.