Skip to main content

زموږ په اړه

زموږ په اړه

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په ۱۹۸۰ کال کې د شوروي د یرغل پرمهال په ناروې کې جوړه شوه. ناروې کمېټې سمدلاسه د شوروي  د یرغل پر وړاندې د خلکو نظرونه منسجم کړل، له افغانانو سره یې خواخوږۍ ته وده ورکړه او د مالي مرستو راټولولو کمپاینونه یې ترسره کړل، ترڅو په جګړه کې د ایسارو   زیات شمېر افغانانو سره مرسته وکړي. دغه سازمان خپل لومړی دفتر په ۱۹۸۳ کال کې د پاکستان په پېښور کې پرانیست، ورپسې یې په ۱۹۸۶ کال کې په غزني ولایت کې سیمه­ییز دفتر او په ۱۹۹۱ کال کې یې د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې خپل دفتر پرانېست.  د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ۱۹۹۷ کال کې په کابل کې  داړیکو  دفتر پرانېست، چې په ۲۰۰۲ کال د دې  سازمان مرکزي دفتر شو.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مخینه ښیي چې د افغانستان له خلکو سره د  دغه سازمان پیوستون، خواخوږي او ژمنتیا له تېرو ۳۰ کلونو دوام لري، په سیاسي عواملو یا ځانګړو سیمو پورې اړه نه لري. د خواخوږۍ او پیوستون څخه د مرستې رسوونې پر مسلکي او پرمختیايي غیر دولتي سازمان بدله شوه چې لا هم د افغانستان له خلکو سره پیوستون او خواخوږي یې د ټولو کاري برنامو او  کړنلارو مرکزي ټکی دی. موږ د خپلو ګټو ­اخیستونکو او همکارانو سره نیږدې کار کوو ترڅو غوره کړنلارې او برنامې رامنځته کړو او د خپلو فعالیتونو اغېزمن پلي کول ډاډمن کړو.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه له افغانانو سره  د یوې داسې سوله­ییزې، ولسواکې او برابرۍ غوښتونکې ټولنې د جوړولو په برخه کې مرسته کوي چې نړیوالو بشري حقونو ته په کې درناوی کېږي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د خپلو پروګرامونونو او فعالیتونو له لارې هڅه کوي چې د افغانستان په کلیو کې د ژوند کیفیت او معیار پورته او ښه کړي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه په ناروې کې د افغانستان په اړه د پوهې، لېوالیتا او اړیکو  یو پیوند دی، چې په ناروېژني عامه بحثونو کې د  افغانانو د غږونو او نظرونو منعکسولو او د افغانستان په اړه  د ناروې پرېکړه کوونکو ادرسونو ته د معلوماتو ورکولو لپاره دادخواهي کوي.

Students at one of the schools supported by NAC