Skip to main content

زموږ کړنلاره

د افغانستان خلک  شخړو، ناامنۍ او سختې بېوزلې ځپلي، چې له امله یې خوړو، زدکړو، روغتیایي خدمتونو  ته کم لاسرسی لري او  په هېواد کې یې بېکاري زیاته شوې ده. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د هره اړخیزې او  سولیزې کړنلارې له لارې چې ټولنیز حساسیتونه په پام کې نیسي، د افغانستان  د لېرې پرتو  سیمو د پیاوړتیا په موخه  کار  کوي،  ترڅو  د لېرې پرتو سیمو خلکو معیشت ښه کړي.  د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د مرستې  او فعالیتونو لپاره د کلیو په ټاکلو کې د  خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونو په پام کې نیسي او د بېلابېلو توکمونو خلک په مساوي ډول د خپلو  پروګرامونو او فعالیتونو تر پوښښ لاندې راولي.  

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د فعالیتونو اصلي برخې په لاندې ډول دي: د ښوونې او روزنې  د سکتور ملاتړ (د ښوونکو او روغتیایي مسلکي کسانو روزنه) پايښت لرونکې کرنه،  د طبیعیي سرچینو مدیریت، د دندو رامنځته کول،  خبرې اترې (ډیالوګ) او د شخړې هوارول دي.  د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د خبرو اترو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو له لارې د کلي د خلکو او کلیو ترمنځ باور او پیوستون رامنځته او پیاوړي کوي، ترڅو  د ټولنې عام خلک  هم د سولې  راوستلو په بهیر کې مرسته وکړي. یاده کمېټه د بېلابېلو پروګرامونو په یوځای کولو سره د ټولنې تر ټولو بېوزلو خلکو سره مرسته کوي.

ښه حکومتولي، مدني ټولنه، بشري حقونه او د جنډر  موضوعات  د دې سازمان په ټولو فعالیتونو کې د خورا مهمو  برخو په توګه شامل دي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د ځان باور او  عزت نفس د رامنځته کولو او په ځانګړي ډول د نجونو د زدکړو او د مېرمنو د زدکړو لپاره د دادخواهۍ، کار او په ټولنې کې د فعال حضور له لارې  مېرمنې. ځوانان او ماشومان پیاوړي کوي.

د ښوونځیو او کارکوونکو  پیاوړی کول؛ د بېوزلې د کمولو د تګلارې یو اړین اړخ دی چې د دې تګلارې په محراق کې ځای لري. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د خپلو  ټولنیز­محوره فعالیتونو سره سم؛ هڅې کوي چې خپل فعالیتونه او نوښتونه  د  ولسوالیو، ولایتونو  او په ملي کچه د مدني ټولنې د فعالانو او نړیوالو پرمختیايي شریکانو له لارې بنسټيز کړي.

د روغتیایي مسلکي کسانو روزل؛  روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي د ډېرولو او د روغتیا سکتور  د وړتیا  د  پیاوړي کولو په برخه کې ډير زیات مهم دي. یاده کمېټه د ښځینه روغتیایي کارکوونکو روزنې د ځانګړې پاملرنې له لارې د ميندو او ماشومانو روغتیا  کې ښه­والی راولي، د ميندو او نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه کموي. د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې د درسي نصاب سربېره روزنیزو فعالیتونو  کې د پروژې پر بنسټ زدکړه، بشري حقونه، ډیالوګ او د شخړې حلول شامل دي ترڅو  د مېرمنو سره د دوی د مسلکي مهارتونو د زدکړې ترڅنګ د دوی په پیاوړتیا کې هم مرسته وکړي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه هڅه کوي چې پاېښت لرونکې کرنې ته وده ورکړي او د اقلیم بدلون او طبیعي پېښو اړوند خطرونه  راکم کړي. دا سازمان د نارینه او ښځینه بزګرانو سره چې  د کروندې کمه ځمکه لري او  د هغو خلکو سره مرستې کوي، چې ځمکې  نه لري، ترڅو  د دوی د خوړو امنیت ښه کړي ، عاید او  کاري فرصتونه یې ډېر کړي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې ټول فعالیتونه د اوږدمهاله پایښت لرونکي پرمختګ سره سم رهبري کېږي. مونږ شونې ده د بشري مرستې فعالیتونو  په هغه صورت کې ترسره  او ډېر کړو چې  د پایښت لرونکو پرمختیايي موخو سره سم او  د اغېزمنو خلکو لپاره  ګټور وي.

زموږ شریکان څوک دی؟

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه له خلکو، کلیو او مدني ټولنې سره په ګټوره او مناسبه بڼه کار  کوي، ترڅو د خپلو فعالیتونو  پایښت ډاډمن  کړي. د یوې تطبیق کوونکې ادارې په توګه مونږ د ملګرتیا او ګډون  د کړنلارې،  د خپلو شریکانو سره د سېستماتیکې ښکیلتیا،  او د ځواب­وینې د دوه اړخیزو سېستمونو  رسمي کېدا  په لټه  کې یوو.

پايښت

ترڅو باوري شو، چې خلک، مدني  ټولنې  او دولتي کارکوونکي کولی شي ګډ پروګرامونو پرمخ یوسي، موږ به هڅې کوو چې په سېستماتیک ډول بنسټیزې اداري وړتیاوې رامنځته او لوړې کړو.

د پوهې مدیریت، څارنه  او ارزونه

د افغانستان لپاره ناروې کمېټه په دې باوري ده چې د څارنې او ارزونې پایلې؛  له ادارې سره د زدکړې په برخه کې مرستندویه دي، ترڅو د خپلو پروګرامو کیفیت او اغېز لا ډېر ښه کړي.

معلومات خپرول او د عامه افکارو بدلول

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه د اړیکو، همغږۍ، دادخواهۍ او د مالي سرچینو د جذبولو په برخه کې د یو منسجم او ځانګړي غږ لرونکې ده، چې موخه یې د کار د تګلارې او اجنډا د ترتیبولو ترڅنګ د افغانستان په اړه د پالېسو د جوړولو په برخه کې د نړیوالو پرمختیایي شریکانو ترمنځ او د هېواد دننه د خپلو پروکرامونو سربېره د پام¬وړ اغېز لرل دي.

د افغنستان لپاره د ناروې کمېټه د معلوماتو د راټولو، د خپلو تجربو څخه د زدکړې، د کامیابۍ د کیسو او له خپلو ناکامیو څخه د زدکړې او د خپلو پروګرامو د لا ښه¬والي په موخه ګټه اخلي.
د افغانستان لپاره د ناروې کمېټه به د دې لپاره چې پر پالېسو او جوړونکو یې ښه اغېزه ولري، د اړیکو، د معلوماتو او د څیړنیزو غورچاڼونو د خپرولو چارې لا ډېرې کړې او د ټولنیزو رسنیو څخه به د خپلو فعالیتونو د ارزښتمن ښودولو لپاره سمه ګټه واخلي

د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې برنډېنګ، انځورګرۍ، د مطالبو خپرول او لیکل د یادې کمېټې پېژند او د پروګرامونو کړنلاره ښيي.

د افغانستان لپاره د ناروې کمېته په ناروې هېواد کې د هغو کسانو لپاره د ناستې او راغونډېدنې د ځای په توګه فعالیت کوي چې له افغانستان سره لېوالتیا لري او د یاد هېواد په عامه بحثونه کې د افغانانو غږ او لید ته وده ورکوي. د کمېټې موخه دا ده، چې د افغانستان په اړه کره معلومات له پرمختیايي پروګرموانو ترتیب کوونکو ته په واک ورکړي، ترڅو د پرمختیایي پروګرامونو په ډېزاین کې له دې مالوماتو ګټه واخستل وشي.

دافغانستان لپاره د ناروې کمېټه له خپلو همفکره او ورته سازمانونه او مؤسساتو سره شبکې او اړیکې جوړوي